چې په خندا ورته د خوږ زړه پرهرونه نشي
چېرې دې هم ستا د ښايست غوټۍ ګلونه نشي
راشه مظلوم زړه مې په یو نظر يوه لمبه کړه
چې په ظالم زړګي دې پاتې ارمانونه نشي
بيا د جنون مستي ځواني غواړي د مستې مینې
بيا چېرته خيال د تورو زلفو ځنځيرونه نشي
په دعاګانو مې د خوږ زړکي دردونه نه ځي
څو چې ښېرې د شوند و ترم تکورونه نشي
وړې مې د روح جنازه چېرته د خندا په اوږو
په وینو سره دې ترې شينكي شينكي خالونه نشي
د نظر غشي مي په زره باندې په پام اوروه
چېرته زخمي پکې دا ستا نازک یادونه نشی
خاموشې شونډې مې لوستې بيدارېدې ويل يې
اورونه مه چېړه لوګي دې پرې فکرونه نشي
ویده دنیا ای د (سائل ) قلمه مه لړزوه
د فريادي اوښکو مات ستوري تندرونه نشي
رحمت شاه سایل
Comments
Post a Comment